د قزاقستان لومړی وزیر مرستیال د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی
معتبرو سرچینو خبر ورکړی، چې د قزاقستان لومړی وزیر مرستیال نن سهار د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.
ویل کیږي نوموړي به د خپل سفر په ترڅ کې د له افغان چارواکو سره د کتنو سربېره د افغان – قزاق ګډ نندارتون کې هم ګډون وکړي.
د یادونې ده، چې افغان – قزاق ګډ نندارتون به سبا د روانې غویي میاشتې په دویمه نېټه د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې پرانېستل شي.